IQNA

په سویډي  او هندي ژبو د قرآن کریم ژباړه خپریږي

14:58 - April 07, 2024
د خبر لمبر: 3489010
ایکنا – د ترجمان وحي  نومې موسیسې  عمومی مدیر حجةالاسلام محمد نقدي  ووئيل، په روان کال کې په سویډي  او هندي دوو ژبو باندې به د قرآن کریم ژباړه خپره شي.تیر کال نادانو کسانو په سویډ کې قرآن کریم ته اورونه واچول . په سویډي ژبه د قرآن په ژباړلو سره  هڅه کوو، ددغه هیواد  خلک  د قرآن کریم له اصل سره بلد کړو ،په حقیقت کې د قرآن په سویډي ژبه ترجمه له جهل سره مبارزه ده .

ایکنانیوز -  د ترجمان وحي نومې کلتوري موسیسې  عمومي مدیر حجةالاسلام محمد نقدي   ددغې موسیسې د قرآني فعالیتونو په باب  دایکنانیوز خبریال سره په خبرو کې  ووئيل، ترجمان وحي موسیسه رسالت لري څو قرآن کریم  ددنیا په ژوندیو ژبو وژباړي، ځکه  په میلیونونو انسانان لیواله دي  پخپلو ژبو سره له قرآني مفهمونو څځه استفاده وکړي. په دغې موسیسې کې  چې شل کاله کیږي،  د قرآن کریم  دترجمو په حوزې کې  فعالیتونه کوي، د بهاءالدین خرمشاهي، مهدي جعفري ، غلامعلی حداد عال په څير  غوره استاذانو و ژباړنو په څیر شخصیّونه په دغې موسیسې کې شتون لري.

 هغه زیاته کړه ، تر اوسه پورې مو قرآن کریم د دنیا په پنځلسو ژوندیو ژبو ژباړلی دی.. دغه ترجمې  د اسلامی نظام د لوړ روتبه مسئولانو د توجه مرکز ګرځيدلي دي او  هم  نړیوال مرکزونه ورباندې نظر لري. انګریزي ،فرانسیسي ،اسپانیولي ، ترکیي ، آذربایجاني ،ترکي استانبولي ،اردو ،روسی، چیني ،جاپاني ، ګرجي ،عراقي ترکي  ، پښتو ، بلتي ، روانډائي  هغه ژبې دي چې  قرآن کریم   مو ورباندې ترجمه کړی دی. ددغې موسیسې ژباړې تراوسه  پورې په امریکا، انګلستان، اسپانیا، آذربایجان، ترکیې ،هند، چین ، روسیې ،جاپان ،روسیې پاکستان او د افریقا په ځينو  برخو کې خپرې شوي دي.

ښاغلی نقدي دې ته په اشارې سره چې  په دنیا کې  د قرآن کریم دترجمې لپاره پنځه مهم مرکزونه شته دي ، روښانه  کړه ، عربستان ،مصر ،لیبیا ،اروپا اوایران  هغه هیوادونه دي چې  دقرآن په ژباړې کې فعاله دي . د ؛ترجمان وحي ؛ موسیسه  هماغه شان د قرآن کریم د ترجمې په کار بوخته ده  او هڅه ئې کړې ده ،په پیلکې ددنیا ډیره وئيونکي ژبې ترجمه کړي څو وتوانیږي ، لازیات پوښښ ولرل شي .  د مثال په توګه  ۴۴ هیوادونه په اسپانیولي ژبه خبرې کوي.انګریزي ژبه هم ددنیا دخلکو دوهمه ژبه ده . همداراز مونږ هڅه کړې ده ، چیني ژبې ته  چې څه د پاسه  یو میلیارډ ډوه سوه  نفوس  لري ، هم پوښښ ورکړو.

 هغه ووئيل، د قرآن کریم په ترجمه کولو سره  دنړۍ لپاره درې میلیارډ مخاطبان مو درلودلي دي ، که څه هم له بده مرغه د مونږ کار  له مسیحیّت سره په پرتله کې ډير لږ دی ، انجیل تر ۲۰۱۷ کال پورې  په ۳۲۰۰ ژبو ژباړل شوی او د نړۍ  کابو ۹۸ فیصدي خلک  د  انجیل ترجمو ته لاس رسي  لري، خو  په اسلامی دنیا کې د مونږ د ترجمو احصائې  د انجیل له ژباړو سره  د پرتلې وړ نه دي. دا چاره  په ترجمې کې د مونږ کمزورتیا ښئ .

 نقدي ددې خبرې په کولوسره چې  د رهبرۍ ستر مقام  له ویناؤ څخه  په ژباړو کې بیلګه اخلو، ووئيل،  دوه کاله مخکې د اسلامی انقلاب معظم لارښود اروپائي او امریکائي ځوانانو ته  یو لیک ولیک، دوي وفرمائيل،  اسلام  له قرآنه وپيژنئ . د حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  پر کلام په تکیې سره  مو قرآني آیتونه  انتخاب او دسته بندي کړي او وروسته مو په انګریزي ژبه ژباړلي دي.  هغه د موسیسې د  نوو ترجمو په باب ووئيل، په نوی کال کې  دوې ترجمې خپریدا ته تیارې دي ،یعني په سویډي ژبه او هندي ژبه  دوې ترجمې  زمونږ په نظر کې دي . تیر کال   دوه ځله   نادانو کسانو په سویډ کې  قرآن کریم ته اور واچوو، مونږ  په سویډي ژبه د قرآن کریم په ژباړلو سره  هڅه کوو، څو ددغو هیوادونو خلک  دقرآن له اصل سره   بلد کړو، د قرآن کریم سویډي ترجمه   له جهل سره  دمبارزې لپاره یو غوره ګام پورته کول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4208161

captcha